
د ولسي جرګه غړی د ۵ کالو لپاره ټاکل کیږی. لیکن اوسني ولسې جرګه په غیري قانوني توګه داتم کال لپاره افتتاح شوله.
اوسني ولسې جرګه د ولس او هیواد په زیان ده هیواد ته یې د ګټي پر ځای زیان رسیږی ۸۵ فیصده وکیلان یې د پردیو په اشاره کار کوي.
دملي ګټو پر ځای د خپل ګوند او شخصي ګټو لپاره کار کوي.
ولسي جرګه ته د دوي راتګ معیار پیسه زوراکي او ګوندی مسایل وو. د کرزي او د فضل احمد معنوي په لاس په ولس تپل شوي ولسې جرګه چې ۸۵ فیصده یې دپیسو، واسطو او دپردیو اجنټان کامیاب شوي وو.
دوي د اولي ورځې په جعل، پیسو، واسطو ورغلل نو ځکه هیوادوالو ته د سرطان دانه جوړه شوله.
اکثرایت وکیلانو یې هغه کارونه وکړل چې تاریخ به یې ولیکې. لکه: دځمکو غصب، قاچاق، شراب رواړل، د خلکو اختطاف، د پولیسو ترافیکو او د عام ولس وهل ډبل ول زورول. د دوی د لاسته راوړنو او کارونو څخه وو.
دوی سترګي پټي وي ځکه چې اکثریت یې بیسواده دهي، تاریخ یې نه لوستلي او نه تری خبر دي که دوی تاریخ لوستلي وای، ضرور به یې په خپلو کړنو فکر او سوچ کوله ځکه یو ورځ تاریخ همدا لیکي کوم چې دوی تر سره کوي.
اوس هم لګیا دي خپل تاریخ لیکي ولس هم داسې نومونه پری کیښودل چې تاریخ کې به دا نومونه شرم د ځان لري نکړی یو وخت به د دوی لمسیانو ته هم پیغور ورکول کیږی، چې نیکي دې پرديپال، ډوزمار وو دا نومونه یې خپله د ځانونو لپاره تاریخ کې ولیکل.
ددوي نور وخت لنډ دی.
څو ورځي مخکې دټاکنو نېټه ۲۸ د میزان اعلان شوله. د اعلان سره سم یې بیا چیغې پورته شولي دوی غواړي چې همدا غیرې قانوي ولسي جرګه دایمي شي. د دوی تاریخ نور هم په اوږدو ولیکل شي.
خو فکر نکوم چې نور یې غږ واوریدل شي. د ولسمشر ټوله انرژي پر دوی مصرف کیدله اوس به یې په لنډ وخت کې غوږونه ارام شي، ځکه وکیلان به په خپلو کمپيانونو مصروف شې هغه غونډې او اتیلافونه چې د شخصي ګټو لپاره جوړ شوي وو، ټول به د خپل سرنویشت تر ټاکلو توري خاموش کړي.
یو ځل وکیلانو ته وایم چې اوس مو خپل درنښت او ځانونه په ولس کې وګوري د چا لپاره مو چې کار کوو رایي هم دهغوي وغواړی اوس ولس ویښ شوي دکرزي حکومت ندی، ان شاالله بدلون به راځي.