
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۲مه) په بريتانیا کې د روسیې د یوه پخواني جاسوس د مسمومولو د قضیې په تړاو له متحدوایالاتو څخه شړل شوي روسي ډيپلوماتان په دوو الوتکو کې مسکو ته ورسېدل.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د راپور په حواله، په واشنګټن کې د روسیې د سفارت ۴۶ کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي په لومړۍ الوتکه او په سیاتل کې د روسیې د جنرال قونسلګرۍ ۱۴ کارکوونکي په دوهمه الوتکه کې مسکو ته ستانه شوي دي.
دا اقدام د هغو غبرګونونو یوه برخه ده چې یوشمېر هېووادونو د مارچ په څلورمه د بريتانیا په سالیزبوري ښار کې د یوه روسي استخباراتي مامور سرګي سکریپال او د هغه د لور له مسمومېدو وروسته د روسیې په وړاندې تر لاس لاندې نیولي دي.