
روهي (يوه نۍ/۱۲ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو د بحري ځواکونو قومندان جنرال رابرت نلر ويلي، چې داعش نړيواله ترهګره شبکه ده او امريکا په يوازې ډول نشي کولی ورسره مبارزه وکړي.
رابرت نلر زياته کړي، "نړۍ لويه ده او مونږ دومره ځواکونه نه لرو، چې په يوازې ډول د داعش ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړو، خو کولی شو، چې د نړۍ د هېوادونو په همکاري سره د دوی پر وړاندې مبارزه وکړو."
نوموړي دا هم ويلي، چې په اوس وخت کې انګلستان، ايټاليا او د نړۍ يو شمېر نور هېوادونو په مستقيم ډول له امريکا سره همغږي دي، ترڅو د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.
رابرت نلر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې روسيه او ايران په امريکا تور پوري کوي، چې په افغانستان او د نړۍ په يو شمېر نورو برخو کې له داعش سره همکاري کوي او د داعش د خپلو ګټو په موخه کاروي.