
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۱۲مه) اروپایي اتحادیې مسوولینو ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو په لاس د فلسطیني لاریونوالو د وژل کېدو پېښه باید وڅېړل شي.
ددغې اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني ویلي، هغه وسلې هم باید و څېړل شي، چې اسرائیلو ځواکونو پر هغه لاریونوالو کارولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه د ځمکې نړیواله ورځ وه او زرګونه فلسطینیانو له اسرائیلو سره پولې ته څېرمه لاریون کړی و.
لاریون په تاوتریخوالي واوښت او اسرائیلي ځواکونو پر فلسطیني لاریون کوونکو ډزې کړې وې، چې په دغه پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۵۰۰ نور ټپیان دي.