د لیدلو نعمت

سپرلی د حرکت په تمه په خپلو ځایونو کې ناستې وې.
ګاډي حرکت وکړ، شور یې د ګاډي د منځ سکوت مات کړ.
۲۵ کلن ځوان چې د ګاډي د کړکۍ خواته ناست و، په حیرانۍ یې چیغې کړې:
((پلاره هې پلاره، هلته ګوره ونې حرکت کوي.))
سپین ږېری مسکی شو ((هو بچو ونې حرکت کوي، خوند ترې واخله.))
مخامخ ناستې پېغلې له کتابه سر را پورته کړ د پلار مینې او د ځوان ما شومانه خبرو ته یې په حیرانۍ غوږ نیولی و.

ځوان بیا چیغه وکړه: ((هلته ګوره پلاره، سیند، حیوانات او ورېځې هم له ګاډي سره یو ځای روان دي.))
پېغلې لا هم دوی دواړو ته په حیرانۍ کتل.

باران راغی، څاڅکي یې د ځوان په لاسو ولګېدل، ځوان بیا چیغه وکړه (( پلاره وینې باران اوري، دا دي څاڅکي یې زما پر مخ او لاسونه ولګېدل، ګورې زما لاسونه یې لامده کړل.))
پلار به یې بیا ورته مسکی شو.
هو زویه وینم یې.

د پیغلې، د صبر کاسه ډکه شوه، سپین ږېري ته یې مخ کړ، ((ولې دې زوی د درملنې لپاره روغتون ته نه بیا یې، ښکلی ځوان دی؟))

د سپین ږېري په سترګو کې اوښکې راغلې، ((موږ همدا اوس له روغتون نه راغلو، دا یې لومړی ځل دی چې له ۲۵ کلونو وروسته هر څه په خپلو سترګو ویني.))

د پېغلې په سترګو کې اوښکې را وګرزېدې، ځان یې د ګاډي له کړکۍ د باندې د ښکلی طبېعیت په لیدو غلط کړ.