احس اقبال: د پاکستان پرمختګ د افغانستان پر امنیت پورې اړه لري

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۲مه) د پاکستان کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي، چې که په افغانستان کې سیاسي ثبات رامنځ ته شي نو تر پاکستان به چټک پرمختګ وکړي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې په پاکستان کې د کار ډېر فرصتونه شته دي، خو د سیمېې سیاسي بې ثباتۍ متضرر کړي دي.
 
د ښاغلي اقبال په وینا، که په پاکستان کې ثبات را نه شي نو ددغه هېواد پرمختګ ناشونی دی.
 
نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت لپاره وړاندیزونه کړي دي.