
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، وری۱۲مه) راپورونه کاږي، چې د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې، سعودي عربستان هم غواړي چې د افغانستان سولې لپاره مرسته وکړي.
د افغانستان حکومت هيله من دي چې سعودي عربستان ددې توانايي لري، چې طالبان ورسره د خبرو کولو میز ته کېنوي.
امريکايي رسنۍ، والسټريټ ژورنال په واشنګټن او کابل کې د ځايي چارواکو په حواله ویلي؛ په دې وروستيو کې په واشنګټن کې د افغانستان، امريکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ملي امنيت سلاکارانو د ګډې غونډې پر مهال پر افغان سولې ډېر تمرکز شوى و.
د واشنګټن تر څلور اړخيزې غونډې وروسته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ځايي رسنيو ته ويلي وو چې د افغان سولې او ملي پخلاينې لپاره سعودي عربستان مهمه مرسته کولى شي.