منظور پښتین : څوک چې زموږ خلاف تبلیغات کوي هغوی معلوم دي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۱۲مه) په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين یو وار بیا ویلي، چې دوی د پاکستان قانون په چوکاټ کې د عدالت د تامیندو او پر پښتنو د روان ظلم د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.
 
هغه تیر ماښام پر خپل فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه د پښتون ژغورنې پر غورځنګ د ځینو انتقادونو په اړه او د پېښور د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې.
 
پښتین وویل، چې دوی د ظلم خلاف ناره پورته کړې او پر پښتنو د هر ډول او هر چا له لورې د تشدد مخالف دي.
 
نوموړي د مخالفینو په اړه په ډاګه کړه؛ هغه تبلیغات چې پر موږ پسې یې کوئ او کوم نفرت انګیز القابات چې راته کاروئ، که تاسو په دې ډول موږ تنګول غواړئ نو ښايي یوه ورځ پښیمانه شئ، چې کاشکې هغه وخت مو د کرکې د خپرولو هڅه نه وه کړې.
 
 په وروستیو کې د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمې یوې انتصابي وکیلې عایشې ګلالۍ په منظور پښتین تور پور کړ چې نوموړی او ډله یې له افغانستان او هندوستان څخه د پاکستان د ریاست او پوځ پر ضد اجنډا اخیستې ده.
 
منظور پښتون په خپله دې وینا کې د عایشې ګلالۍ نوم وانه خیست، خو په موسکا یې وویل کله یې چې له دوستانو څخه د وروستیو انتقادونو په اړه واوریدل او بیا پوه شو چې دا انتقادونه چا کړې دي.
 
د عایشې ګلالۍ وروستۍ څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو پښتنو غوسه راپارولې ده