ملاله یوسفزۍ خپلې پلرنۍ سیمه ته له ۵کلنو وروسته تللې

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز، وری۱۱مه) سولې د نوبل جاېزې ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ تر پنځه نیم کلونو وروسته په خیبر پښتونخوا کې خپل پلرني ټاټوبي سوات ته تللې ده.
 
نوموړې د پاکستان صدراعظم په ګډون د دې هېواد له ځینو مشرانو سره هم کتلې دي.
"دا یې د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ ده چې خپل هېواد ته تللې ده."
 
ملاله د ۲۰۱۲میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د وسله والو طالبانو له خوا په یوه برید کې هغه مهال ټپي شوه چې له ښوونځي کور ته پر لاره وه او بیا د درملنې لپاره بریتانیا ته ولېږدول شوه.
 
ملاله یوسفزۍ لومړنۍ پېغله ده چې په کم عمر کې یې د سولې پر نوبل جایزې سربېره، نور ډېر مډالونه ګټلي او دا مهال د برتانیې په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کوي.