دغاښونو نه مینځل مو په دغه وژونکې ناروغۍ اخته کوي

غاښونه چې د انسان د ښکلا یوه مهمه نښه او سمبول ګڼل کیږي او یو انسان د سپينو او پاکو غاښونو په لرلو سره د ډيرو خلکو د خوښې وړ ګرځي.
 
د امریکا د نیویارک پوهنتون څیړونکو په خپله یوه نوې څیړنه کې موندلي؛ هغه کسان چې خپل غاښونه په منظم ډول هره ورځ نه برس کوي، د ستوني یا مرۍ په سرطان د اخته کیدو چانس یې زیات وي.
 
یاده څيړنه چې دسلو زرو څخه په زیاتو کسانو ترسره شوې معلومه شوې هغه کسان چې خپل غاښونه نه برس کوي یا نه مینځي نه یوازې د خولې په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي، بلکې د مرۍ د سرطان ګواښ یې شاوخوا شل سلنه زیاتیږي.
 
دڅیړونکو په باور په خوله کې شته باکتریاوې له مرۍ سره اړیکه لري او په مرۍ ناوړه اغیزه کوي او په پایله کې د مرۍ د سرطان لامل ګرځي.