دوه څيزونه ډېر ښکلي دي، د ستورو ډک اسمان او ارامه وجدان

پوهان وایي وجدان په وجود کې دننه پرته هغه قوه ده، چې وګړي پرې د ښو او بدو کړنو تر منځ توپیر او تفکیک کوي، د دې سر بېره دا هم وایي چې وجدان هغه لید، قضاوت او استعداد دی، چې سم له ناسمه جلا کوي.

هو! وجدان یواځنۍ قوه ده، چې وګړي په خپل حکم سره پخپله محمکه کې محکوموي، د انحراف مخه یې نیسې او یا له کړنې وروسته ورته د هغې د سمو او ناسمو پایلو په تړاو د خوښۍ او یا ندامت زیری ورکوي.
هغه وګړي، چې په وجود کې یې دغه قوه شتون لري او هغه یې ژوندۍ ساتلې وي، د دغې قوې د سپېڅلې هندارې مخ یې له ګردجنو او نا پاکو دوړو پاک ساتلی وي؛ نو هرو مرو به یې د کړنو انځور ورته دغه هنداره په سم ډول مخ ته کوي او هرو مرو به پرې پاک له نا پاک ځنې جلا کوي.

که چېرې خدای مکړه، د وګړیو په وجود کې د دغې ځانګړې او ځاني محکمې د هندارې مخ چې هغه وجدان دی، د بویګینو، ورستو او نا پاکو ګردونو په تاړاک کې را ګیر شي؛ نو هرو مرو به د وګړیو له کړنو هم ناپاکه، خوسا او وراسته بویونه بهر راووځي.

دا یو حقیقت دی، چې وخت تیریږي، د وګړیو له کړنو تاریخونه جوړیږي، که له خپلو ځاني محکوموالي او ځاني محکمو نه د ځان په غولونې سره تېر شوو؛ نو دا بیا هغه وحت وي، چې په ريښتیني بڼه زموږ وجدانونه مړه شوي، د ځان په اړه مو ناسم قضاوت کړی او تاریخونه به مو کړنې له خپلې سینې حذف نه کړي.

کله چې وګړیو دغه حساب غوښتونکي قوه په خپل وجود کې روزلې وي او د هغې په ارزښت پوهیدلي وي، نو د خپلې هرې سمې او ناسمې کړنې په تړاو به د نوې محکمې سره مخ کیږي، د هرې کړنې به ترې حساب غواړي او د هرې کړنې په تر سره کولو به یې مخ ته یا د خوښیو کړکینچه پرانستل کیږي او یا به ورته د ژوند هره شیبه د فکر او ملامتۍ، ندامیت او پښېمانتیا نه د دوزخ د سرو لمبو په شان د سور تنور دروازه خپله مخه راخوشي کړي، چې هره شیبه به یې په کراتو کراتو په ژوندون د مرګ سره مخ کوي او د هرې شیبې تېرېدل یې درد او عذاب وي.

هو! کله چې دغه ژغورونکې او حساب اخستونکې محکمه د وګړیو په وجود کې ووژل شي، د زړه او ذهن پر وړاندې یې دروازې وتړل شي، خوسا، وراسته او بدبویه ګند پرې خپله باداري پیل کړي او د دغې ژغورونکې هندارې سترګې دغه ګندګي ونیسي او ړندې یې کړي؛ نو بیا د خپل ځان پر وړاندې د وګړیو سره د حساب ورکونې اصل له منځه ولاړ شي، د ښو او بدو، پاکو او ناپاکو، سپین او تور ترمنځ د پېژندنې، تفکیک او جلاوالي قوه ړنده او له کاره پرېوځي.

ایمانویل کانت څومره ښه ویلي ((په نړۍ کې دوه څيزونه ډېر ښکلي دي، له ستورو ډک اسمان او آرامه وجدان)) ځکه خو وایم، راځئ چې په خپل وجود کې دننه دغې قوې او غږ ته له زړه نه په ارزښت سره قایل شوو، ژوند ته پرې ارامه ساه ورکړو او سر لوړی ژوند تېر کړو.