
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز، وری۱۱مه) فلسطین روغتیايي مسوولینو خبر ورکړی، چې اسرائیلي پوځیانو ۱۶ تنه فلسطنیان وژلي دي.
ویل شوي، چې له اسرائیل سره د غزې تړانګې په سرحدي سیمه کې د فلسطیني مظاهره کوونکو او اسرائیلي پوځیانو په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې.
د فلسطین د روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، لاریونوالو د ټوپک په مرمیو، ربړي مرمیو او د اوښکې بهونکي ګاز د استعمال پر مهال ټپیان شوي دي.
اسرائیلي پوځیان د پولې پر اوږدو کې په مقابل کې جدي ولاړ دي.