
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۱۱مه) په ترکیه کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله، ۱۷ کسان د پاکستانیانو او افغان وګړو په ګډون وژل شوي او ۳۸تنه نور ټپیان شوي دي.
د ځايي رسنیو راپورنو له مخې، دا پېښه د ترکیې په ختېځ کې د اګدېر-کرس لویه لارې په اړونده سیمه کې رامځته شوې ده.
پیښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې یوه مسافر وړونکي موټر چې په کابو ۵۰ کسان سپاره ول، د برېښنا له پایې سره ټکر وکړ.
مسوولینو په وینا، د پیښې په اړه پلټنې پیل شوي او د موټر اصلي مالک پیژندلو لپاره هم هڅې روانې دي.