
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۱۱مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، چې هېواد یې د مالي مرستې لپاره د طالبانو غوښتنه نه ده منلې.
هغه ویلي، چې طالبانو ترې د پېښو غوښتنه کړې ده.
د کابلوف په خبره دوی د خپلو وګړو د امنیت خوندیتوب لپاره له افغان طالبانو سره اړیکي لري.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرانیو چارو وزیر د افغان کشالې په هکله له افغانستان او امریکا سره د ګډې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي دا خبرې له هغه وروسته دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قومندان وویل، مسکو د طالبانو ملاتړ کوي او ان وسلې ور کوي.