د وینزوېلا په زندان کې ۶۸ تنه وژل شوي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز، وری۹مه) د وینزوېلا د والنسیا ښار په یوه زندان کې د اورلګېدنې پر مهال لوی څارنوال د ۶۸تنو وژل کېدو خبر منلی دی.
 
د وېنزوېلا لوی څارنوال طارق ويليام صعب اعلان کړی، چې د والنسیا ښار په یوه زندان کې د اورلګېدنې پر مهال کابو ۶۸تنه وژل شوي دي.
 
د نوموړي په وینا، ددې پېښې څېړلو لپاره څلور څارنوالان ټاکل شوې دي. په دې اړه لوی څارنوال ویلي چې ددې پېښې ټول قربانیان له دوه تنو پرته نارینه دي.

ویل کېږي، چې په زندان کې د بغاوت پر مهال له یوه ساتونکي څخه د هغه بالښت سوځېدلی او زندان اور اخېستی دی.