
د ماشومانو لپاره لنډه کيسه
يوه شپه آسمان ښه شين و. سپوږمۍ د ګردې دايرې په شان په آسمان کې ځليدله . يوه ګيدړه چې ډيره وږې وه يو کلي ته راغله . په تلو تلو کې دکلي څاه ته ورسيده .
په څاه باندې دوه ډولچې را ځوړندې وې . ګيدړه د څاه له څنګه تيريده ، نا څاپه يې د څاه په منځ کې په يو شي سترګې ولګيدې . په خپلو سترګو يې باور نه راتلو . لږ لږ يې ځان سره وښورولو ، بيا يې وويل : نه ويده خو نه يم . خو دا دومره غټ تک زيړ پنيرد څاه په منځ کې چا ايښی دی ؟ ايخوا ديخوا يې وکتل هيڅوک يې ونه ليدل . د څاه يوې ډولچې ته يې ورټوپ کړ. ګيدړه چې له لوږې ريږديدله ، څاه ته ورښکته شوه . د څاه په منځ کې د پنيرو غټه تکه زيړه کلچه ترې ورکه شوه . د سړو اوبو په منځ کې يې ډير پښې او ﻻسونه وترپول ،خو هيڅ ګټه يې ونکړه . له يوې خوا بيرته پاس نه شوه راتلی او له بلې خوا سخته وږې وه آخر ستړې شوه او له ناکامه د ډولچې په منځ کې يوې خواته کيناسته . ﻻ څو شيبې تيرې نه وې ،چې د پنيرو کلچه بيا د اوبو پر مخ راڅرګنده شوه .
ګيدړې چې پنير په اوبو کې وليدو ، سر يې تاو کړ او ځان سره يې وويل : چې په دې پنير به يوازې زه تير وتې وم که به بل څوک هم تيروتلي وي؟ بيا يې په آسمان کې سپوږمۍ ته وکتل او وې ويل : څاه ته خو درپسې در ښکته شوم اوس خومې بيرته پاس دروغواړه !
ډير وخت تير شو . ګيدړه لوږې او ساړه دواړو په تنګه کړې وه . په همدې کې وه چې دليوه غږ يې واوريدو . ګيدړې وويل : تر ما خو دی ډير نه دی هوښيار! زه چې تيروتم نو ليوه خو خامخا تيروځي . ليوه ته يې ورغږ کړ او وې ويل : سلام ملګريه ! که ته زما دغه پټ ځای چاته نه ښيې ، نو زه تاته اجازه درکوم ،چې ﻻندې راشې او دا تک زيړ پنير وخورې . ليوه د څاه څنډې ته ورنږدې شو . د څاه په منځ کې يې چې تک زيړ پنير وليدو له خولې يې اوبو دارې وکړې . ژر يې په ډولچه ورټوپ کړ . ليوه چې له ګيدړې دروند و، ډير زر ﻻندې څاه ته ښکته شو . او په بله ډولچه کې چې ګيدړه ناسته وه پاس راجګه شوه .
ګيدړه د څاه پر څنډه ودريده او ليوه ته يې په خندا وويل : زما ملګريه ! ما خو ځان راوژغورلو . ته ښه راغلې ، اوس ستا وار دی ! زه درنه ځم او له همدې سره په خپله مخه روانه شوه .
ليکوال : ﻻفانتېن JEAN DE LA FONTAINE
يادونه : دا او دې ته ورته ليكنې ، د ماشومانو لپاره كيسې ، شعرونه او نور په زړه پورې او معلوماتي مطالب د ماشومانو د ادبياتو د كور په پاڼه كې لوستلى شئ .
پته:
Mashom.blogfa.com