
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۹مه) د پاکستان حرکت المجاهدین مشر فضل الرحمن خلیل ویلي، چې له ولسمشر غني سره د ترهګرو پر ضد، تاوتریخوالو او ځانمرګي بریدونو پر خلاف د فتوا د جوړولو په برخه کې مرسته کوي.
هغه تازه له اسوشیټیډ پرس سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، چې ولسمشر غني دې د افغانستان دیني عالمانو په مرسته د ترهګریزو، ځانمرګو او وسله والو بریدونو پر خلاف یې فتوا صادر کړي.
نېږدي دوه میاشت مخکې د افغانستان د علماو شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف د پاکستاني علماو وروستي فتوا ناسمه وبلله.
ښاغلي کشاف ویلي، چې قرآن عظیم الشان یوازې د پاکستانیانو لپاره نه دی نازل شوی او ټینګار یې وکړ چې د ترهګریز بریدونو په اړه د پاکستاني علماو فتوا ناسمه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې د پاکستاني علماو وروستۍ فتوا ته په اشارې ویلي وو، چې د اسلام اصول په ټوله اسلامي نړۍ کې تطبیقېږي، نو دا فتوا دې د افغانستان په حق کې هم تطبیق شي او د اسلامي فتوا تعبیر دې په یو هېواد پورې نه محدودېږي .