یوه امریکايي چارواکې د بحث لپاره پاکستان ته تللې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری ۹مه) راپورنه  کاږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارتیوه لوړ پوړې چارواکې د   ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د مبارزې په اړه د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته رسېدلی ده.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو د څانګې مشره الېس ولز د پاکستان پلازمېنې ته رسېدلې ده.
 
ټاکل شوې ده، چې دغه چارواکې به د دې هېواد له ځینو چارواکو، د نړیوالو سازمانونو له مشرانو او د خصوصي سکټور له یو شمېر غړو سره وویني.
 
 
له پاکستاني چارواکو سره د ولز خبرې به دغه‌راز د اقتصادي او سوداګرۍ پر اړیکو چې ګټه‌یې دواړو هېوادونو ته رسېږي هم متمرکزې وي.
 
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر اسلام‌اباد انتقاد وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې کافي اقدامات نه‌دي کړي، د بهرنیو چارو وزارت په تېره جنورۍ میاشت کې له پاکستان سره په امنیتي برخه کې د لږ تر لږه ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.