له چک جمهوریت څخه د روسي ډېپلوماتانو شړل

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۹مه) په پراګ کې د روسیې سفارت ویاند د چک له جمهوریته د د روسیې ډېپلوماتو د شړلو خبر ورکړی دی. 
 
د روسیې سفارت ویاند الکسي کلوماکوف د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې ویل، چې د اسکریپال قضیې اړوند د روسیې سفارت دوه تنه کارکونکي او یو تن تجار باید له دغه هېواد څخه د اپرېل مېاشتې په لومړۍ نېټه چک جمهوریت پرېږدي.
 
د روسیې سفارت ویاند د تاریخ له اعلانولو پرته د دغو ډېپلوماتانو د شړلو په اړه وویل: " د چک جمهوریت د مشرتابه تصمیم پر بنسټ د سفارت دوه کارکونکي او یو تجار باید د اپرېل له لومړۍ نېټه وړاندې دغه هېواد پرېږدي.".
 
د دوشنبې په ورځ د جک جمهوریت بهرنیو چارو وزیر مارتین استروپنیتسکی اعلان وکړ، چې ۳تنه روسي ډېپلومات باید دغه هېواد پرېږدي. دغه اقدام له برېتانیا سره د یو ځای والي نښې په توګه کېږي.  
د دوشنبې په ورځ د فرانسې، المان او پولنډ هېوادونو په ګډون اروپايي هېوادونه، اوکراین، مولداوي  او همدارنګه د امریکا متحده ایالات او کاناډا د اسکرېپال قضیې په تړاو، تصمیم نیول شوی چې ۱۰۰ تنه روسي ډېپلوماتان له دغو هېوادونو څخه وېستل کېږي.
 
بل خوا د روسي بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې دغه غیر دوستانه اقدام به بل مثل جواب پرته پاتې نه شي.
 
د مارچ په ۴مه د برېتانیې په سالزبر په ښار کې د دغه هېواد جاسوس سرګې اسکرېپال او لور یولیا به تاریخ ۴ مارچ در شهر سالزبری بریتانیا سرگئی اسکریپال، جاسوس بریتانیایی و دخترش یولیا، ووژل شول.
 
لندن ادعا لري، چې د اسکرېپال په مسموم کېدو کې"А234" ماده کارول شوې، چې د روسیې حكومت په کې شامل دی.
 
په ورته وخت کې روسیې دغه موضوع رد کړې ده.