ټرمپ: د شمالي کوریا مشر له ده سره د لیدلو لپاره انتظار باسي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۹مه) د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له ده سره د لیدلو لپاره انتظار باسي.
 
هغه په تازه یوه ټوېټ کې ویلي، ده د چین ولسمشر ورسره تېره شپه ټیلیفوني خبرې وکړې او ورته‌يې وویل چې د هغه او اون ترمنځ کتنه ډېره ښه وه او د شمالي کوریا مشر له تا سره لیدو ته منتظر دی.
 
د ټرمپ په باور، له بده مرغه پر شمالي کوریا باید فشارونه پر ځای وساتل شي.