هندوستان فېسبوک بندوي او پرځای يې يوه هندي ټولنيزه رسنۍ منځ ته راوړي

روهي (څلورنۍ/۸ د وري)، د هندوستان د ټکنالوژۍ او کمپيوټر لويې شرکتونه په دې فکر کې دي، چې په ياد هېواد د فېسبوک د ټولنيزې شبکې فعاليت بند کړي او پر ځای يې د هندوستان په هېواد کې جوړه يوه ملي رسنۍ رامنځ ته کړي.

د ټېکنالوژۍ په برخه کې هندي پانګوال وايي، چې دوی کولی شي د فېسبوک په ډول سره يوه ملي شبکه رامنځ ته کړي، چې د حکومت تر مستقيم کنټرل لاندې به وي.

له تېرې يوې اونۍ راهيسې د نړۍ يو شمېر هېوادونو د فېسبوک پر وړاندې غږ پورته کړی دی او ډېرو يې خپل اکونټونه په فېسبړک کې تړلې دي، چې د فېسبوک کمپنۍ په مېلېونه امريکايي ډالر زيان په کې موندلی دی.

د فېسبوک په اړه غوغا هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د کمبریج انالیتیکا په نوم د فېسبوک يوې شريکې کمپنۍ د هند په شمول د نړۍ د يو شمېر هېوادونو وګړو اکونټونو ته د دوی له اجازې پرته لاس پيدا کړی او مالومات يې له ځان سره واخېستل، خو د فېسبوک بنسټګر مارک زاکربرګ په دې اړه له خلکو بښنه وغوښتله خو لا تر اوسه هم نيوکې روانې دي.