د پښتون تحفظ تحریک بریالیتوب په افغانستان کې د سولې ضمانت کوي

 دا تحریک په وزیرستان کې د مسودو پر قوم د پاکستان د اردو د مظالمو پر ضد د یو شمیر محلې ځوانانو له خوا چې شمیر یې ۲۵ تنه وو پیل شو. دې ځوانانو همدومره غوښتل چې د مسود د قوم د خلکو بیعزتي دې نه کیږي دوی ته دې سپکې سپورې نه ویل کیږي او د دوی ازار او اذیت نه دې لاس واخستل شي. منظور احمد پښتون چې ددې تحریک پیل کوونکی دی وایې چی بده داده چې فوجي دې ودروي او ښکنځل درته کوي او ته ور ته دومره هم نه شې ویلای چې ولې؟ او که ورته دې وویل چې ولی بیا بیعزته کیږې، وهل کیږي او بندي او لا درکه کیږی.
 
په وزیرستان کې د پاکستان اردو ۶۰،۰۰۰ تنه وژلي، ۳۲،۰۰۰ تنه لادرکه دي چې په دوی کې۱،۴۰۰ ښځې دي او ۱۷۰،۰۰۰ کورونه وران شوی دی. د قبایلو د سیمو په هره کوڅه کې چیک پوسټونه جوړ دي چیرته چې پښتانه توهین او تحقیر کیږی. ددې تر څنګه په قبایلي سیمو کې کرفیوګانې لګیدلي خلک ښارونو ته څه کوې چې د یو کلي نه بل کلي ته نه هم شي تللی. دې منطقه کې لینډ ماینونه فرش شوي. له دی امله خلک را پورته شو او د پاکستان د حکومت او خصوصا اردو پر ضد یې د اعتراض غږ پورته کړ.
 
دی ځوانانو د لومړي ځل د پاره هغه څه وویل چې په پاکستان یی چا د نوم اخستلو جرئت نه شو کولی: «چیرته چې تروریست دی د هغه شاته د اردو یونیفورم» دی. د پاکستان د فوج په ظلمونو په ښکاره انتقاد وشو. دا کار هیچا پخوا نه و کړی. منظور پښتون وایې چې د پاکستان په ملي اسامبلي کې د دوی وکیل، مولوی معراج الدین، د پاکستان په اردو تنقید وکړ او څلور ورځې وروسته د خپل کور په مخ کې ووژل شو. خو دې ځوانانو مستقیما د تروریزم عامل ته چې د پاکستان اردو دی د تنقید ګوته ونیوله. دوی پښتنو ته وویل چې د پاکستان د اردو جنرال عبدالقادر بلوچ وایې چې مونږ د وزیرستان نه د تروریزم نرسری جوړه کړه تر څو په افغانستان کی له دی ځایه جبهه پرانیزو. نو په نړی کې چی چیرته شړل شوی فرد یا ډله وه که هغه ازبکو و، که چیچن و او که مصری ایمن ظواهری هغه ته د پښتنو په ملک کی ځای ورکړ. د دوی پر څنګ کی حاجی نذیر او ملا ګل بهادر د ښو طالبانو په نامه جوړ شو. پاکستانیانو وزیر نیک محمد او مسود عبدالله او بیت الله او حکیم الله وژلی شو خو بین المللي ټروریسټان په همدې وزیرستان کې د دوی تر حمایې لاندې سرې سترګې ګرځیدل. د وزیرو او مسودو سنتي مشران یا ووژل شو او یا د خپل سر د ساتنی دپاره د خپلو سیمو ووتل. دا خلک دومره تنګ شو چې په یو چیک پوسټ کې یو سپین ږیري مسود د پاکستان د اردو یو منصبدار ته وویل: جی، تاسې خو پیغمبران یاست او طالبان هم ملایکې دي او بد او ورانکار همدا مونږ یو. دا خبره د ډیورنډ د کرښې دې خواته یو سپین ږیري هم په ۱۳۶۰ کلونو کې د پرچمي رژیم یو افسر ته کړې وه.
 
د مسودو د شمکۍ کلي ته نژدې یو ماین انفجار کوي. د پاکستان اردو ځي او کلی محاصره کوي. نر، ښځی او ماشومان د کورونو راوباسي او ورته وایې چې پړمخې په زمکه پریوزی او بیا پر دوی په جوختو خیژي. د وزیرستانو، سواتیانو، باجوړیانو، مومندو، اپیردو او ورکزیو په کلو بمبارۍ کیږي او کورونه او دوکانونه د هغه چا په جرم ورانیږي چې همدې د پاکستان اردو جوړ کړي.
 
د مسودو د تحفظ تحریک ددې ناروا کړنو د درولو د پاره جدوجهد پيل کړ. په دې منځ کې په کراچۍ کې د نقیب الله په نامه یو مسود ځوان پولیسو ونیو او د هغه د راخوشې کولو په مقابل کې یې پیسې وغوښتې او چې پیسی ور ونه رسیدې دا ځوان یې وواژه او اعلان یې داسې وکړ چې پټهان و او د پولیسو سره په مقابله کې ووژل شو. په کراچۍ کې مسود را وپاریدل او د عدالت غوښتنه یې وکړه. او بیا یی د اعتراض سر وزیرستان ته ووت. دوی د ډیره اسمعیل خان نه «د مسود تحفظ تحریک» په نامه اسلام اباد ته د اعتراض د پاره روان شو. منظور احمد پښتون چې هغه وخت لا د مسود په نامه یادیده وایې: مونږ چې په لار کې د پښتنو کوم ملاتړ او هرکلی ولید نو دا تحریک په خپله په پښتون تحریک بدل شو او دی هم منظور پښتون شو. مطلب دا چې که د تحریک نوم دی او د فرد دا د خلکو د خوا ایښودل شوی، نه د کوم پلان د مخی.
 
پښتون ملتپال سیاستمدار، افراسیاف خټک، وایې چې د پښتون د تحفظ تحریک د پښتنو یو خود جوشه حرکت دی او د سیاسي ګوندونو څخه مخکي شوی. د دی تحریک ټولې غوښتنې مشروع او د پاکستان د اساسي قانون په چوکات کې دي. دوی وایې چې لا درکه خلک دې یا ازاد شي او یا دې محاکمه شي؛ ماین پاکی دې وشي؛ د نقیب الله مسود قاتل پولیس افسر دې ګرفتار او محاکمه شي؛ په قبایلو کې دې کرفیو ختمه شي؛ متضررو خلکو ته دې تاوان ورکول شي او امنیتي ځواکونه دې د قبایلو نه ووځي. (د پاکستان د جوړیدو وروسته جناح ددې پښتنو سره د انګریز د زمانی ټول قراردادونه ومنل. او ددی قراردادونو په اساس د پاکستان اردو باید قبایلو ته داخل نه شی.)
 
که دا تحریک په دې بریالی شي چې خپلې غوښتنې د پاکستان په دولت چې په واقعیت کې همدا اردو دی ومني نو:
 
- د اردو د قانون نه پورته والی اوتقدس مأبی به د زوره ولویږی.
 
- د قبایلو د سیمو نه به کورني او بهرني ټروریسټان وایستل شي او سوله به دې سیمې کې برقراره شي.
 
- د قبایلي پښتنو په ځان اعتماد او حیثیت به اعاده شي.
 
د افغانستان د پاره به یې ګټه دا وي چې:
 
- د پاکستان په لاس جوړ شوي افغان ټروریسټان به د قبایلي سیمو څخه ووځي.
 
- په قبایلو کې به د افغانستان سنتي متحدین بیرته مطرح شي او په افغانستان کې به د سولې مرسته وکړی شي.
 
- د پاکستان نه به افغانستان ته د ټروریسټانو راوښتل که بند نه شی نو اقلاً سخت به شی.
 
برسیره پردی به د افغانستان عامو خلکو کی پر ځان اعتماد پیدا شي او هغوی به په خپله په خپلو سیمو کې د تروریسټانو پر ضد اقدامات وکړي چې دا کار به د مسلحو افرادو فعالیت شنډ یا اقلا ډیرکمزوری کړي. زمونږ ښه یاد دي چې په ۱۳۵۴ کی څنګه پاکستان احمدشاه مسعود، ډاکټر عمر (په واقعیت کی د دواسازۍ د پوهنځي محصل) او حکمتیار مسلح او افغانستان ته راولیږل اما د حکومتي مقامونو د خبریدو مخکې ولس ونیول او دولت ته یې وسپارل. په دې ډول د ورانکارۍ پروژه په نطفه کې شنډه شوه. دا کار بیا هم کیدلای شي. او د خیبر پښتونخوا د پښتنو د روان پاڅون نه په الهام به د ډیورنډ د لیکی لویدیځ او شمال ته افغانان د سولې د تامین د پاره قیام وکړي. همدا اوس د هلمند په لشکرګاه کې د وروستۍ چاودنې په مناسبت د طالبانو پر ضد تحصن پیل شوی. او په زړه پورې خو داده چی میرمنو هم په کې ګډون کړیدی.
 

په افغانستان کې د سولی تامین د پښتون تحفظ د تحریک د بریالیتوب سره مستقیم ارتباط لري. نو د افغانستان خلک باید هم دننه په اهیواد کې او هم په بهر کې ژبني او قومي اختلافونه هیر او ددې تحریک بشپړ ملاتړ وکړي په افغانستان کې سوله د دې پاڅون په بریالیتوب کې نغښتې ده. و ما علینا الا البلغ المبین