
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۸مه) د شمالي کوریا ولسمشر ښاغلی کیم جونګ اون په یوه ناڅاپي سفر دوه ورځني سفر چین ته تللی دی.
د شینهوا اژانس لیکلي، چې هغه د چین له ولسمشر سره کتلي دي او ماښامنۍ یې یو ځای ورسره خوړلې ده.
راپورونه کاږي، چې واک ته تر رسېدو وروسته دا د کیم جونګ اون لومړنی بهرنی سفر دی.
نوموړی په ۲۰۱۱میلادي کال کې د خپل پلار تر مړینې وروسته د شمالي کوریا واکمن شو.