د نړۍ ۲۶ هېوادونو د روسيې ۱۴۳ ډېپلماټان اخراج کړل

روهي (څلورنۍ/۸ د وري)، د انګلستان او امريکا په شمول د نړۍ ۲۶ هېوادونو ۱۳۶روسيې ډېپلماټان او همدا ډول د ناټو تړون ۷ روسيې ډېپلماټان اخراج کړي دي.

تراوسه، امريکا ۶۰، انګلستان ۲۳، کاناډا ۴، اسټراليا ۲، ناټو ۷ او د اروپا يو شمېر نور هېوادونو ۵۱ روسيې ډېپلماټان له خپلو هېوادونو څخه شړلي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د روسيې پر وړاندې ياد نړيوال فشارونه د امريکا په لارښوونه يادوي او د نړۍ له خپلواکو هېوادونو څخه يې غوښتنه کړي، چې له روسيې سره خپلې سياسي اړيکې د خپلو ګټو او روسيې د ګټو په پار وساتي، نه دې نورو هېوادونو د فشار له امله.

د روسيې او نړيوالې ټولنې سياسي او ډېپلماټيک کړکېچ هغه وخت زيات شو، چې انګلستان، مسکو يو پخواني جاسوس او د هغې لور ته په زهرو ورکولو تورن کړ، خو مسکو ياد تورنه او په دې قضيه کې لاس لرل رد کړي دي.