
یوه ډله خلک چې د ګډو یا مشترکو اهدافو لپاره راټولیږي او د سیاسي اقدام لارې لټوي د فشار ډلې دي
دغه ډله خلک غواړي دولت د خپلې اغیزې لاندې راولي تر څو دوی خپلو ټاکلو اهدافو ته د رسیدو لپاره لاره هواره کړي.
د فشار ځینې ډلې چې اوږد مهاله ګټې تعقیبوي هڅه کوي چې خپل اشخاصو د دایمي امتیازاتو لپاره په سیاسي بهیر کې ګډون وکړي.
که دغه ډله خلک په دوه برخو وویشو تر څو ښه وضاخت یې شوی وي.
۱. د ملي ګټو د فشار ډله
۲. شخصي ګټو د فشار ډله
۱.لومړنی د فشار ډله هغه ډله خلک دي چې نه غواړي څرګنده سیاسي څیره وښایي دغه ډله خلک د دولت د پوره سیاسي کیدو په خاطر کله کله یو شی ډېر زیات وښایي او کله کله یو شی ډېر کم وښایي، مثلأ کله کله د یو سیاسي او ملي شخص د ملاتړ په خاطر غونډه کې سل نفره وي خو دوی خپل تعداد پنځه سوه نفره ښایي، بلمقابل که د یو سیاسي او ملي شخص په مقابل کې تظاهرات کیږي تعداد یې ډېر زیات وي مګر دوی فقط وایي چې یو څو نفر د چوک مزدوران یې راټول کړي وو دغه ډله خلک د حل لارې د پیدا کولو لپاره د د خپلو سیاسي افکارو څخه ګټه پورته کوي چې دولت او ټولنه د بد حالت څخه د یوې روښانه لارې په طرف سوق کوي او د یو هوسا ژوند زمینه ورته برابروي چې دغه ډله خلک زیاتره وخت په خپلو هدفونو کې بریالي وي.
۲.دوهمه ډله چې د شخصي ګټو لرونکي افراد سره راټولیږي تر څو د خپلو ګټو لپاره مبارزه وکړي دوی ډېر کله ځانونه د ټولنې استازي معرفي کوي او په ښکاره نعرې وهي چې موږ د ټولنې استازي یو موږ د ټولنې لپاره حقوق غواړو حال دا چې دغه ډله د شخصي ګټو لپاره سره راټولیږي او د دولت ځینې نیمګړتیاوې خلکو ته په ګوته کوي تر څو ټولنې عتبار خپل کړي او دوی خپلو شخصي ګټو د تر لاسه کولو لپاره لار هواره کړي چې یو ښه مثال یې په اوسني وخت د د ډبل همایون نه نیولي بیا تر لالي حمیدزي،ظاهر قدیر، عطا نور ...
دغه ډله خلک یواځې د خپلو ګټو یا غوښتنو په خاطر دا ډول کارونه کوي چې زیاتره وخت ناکامه کیږي.