د م.م عمومي منشي: د افغان سولې لپاره طلايي فرصت رامنځ ته شوی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۷مه) د ملګري ملتونه عمومي منشي انتونیو ګوتریش وايي، د تاشکند غونډه د افغان سولې لپاره طلايي فرصت دی.
 
نوموړي دغه کنفرانس ته په یوه لیږلي ليک کې له یاد کنفرانس خپل ملاتړ څرګند کړی دی
 
هغه همدا راز د شوکت میرزایف او افغان ولسمشر اشرف غني ددغه ابتکار ستاینه هم کړې ده.
 
د ښاغلي ګوتریش په باور، ازبکستان او افغانستان مشترک لیدلور او ګډه راتلونکې لري، نو ښه به وي چې د سیمه ییزو ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.
 
نوموړي یو وار بیا د ملګري ملتونه له خوا د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړ.