د افغان او ازبک ولسمشرانو په شتون کې د تاشکند غونډه پیل شوه

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري ۷مه) د کابل پروسې تر غونډې وروسته د افغانستان د سولې په اړه نړیواله غونډه نن په تاشکند کې پیل شوه.
 
غونډې ته د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل، چې د افغانستان د سولې پروسه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.
 
افغان ولسمشر اشرف غني بیا دغې غونډې ته ویلي، د تاشکند غونډه افغانستان ته نوې هیله وربخښي.
 
ولسمشر غني سیمه ییزې اجماع ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان او سیمې ستونزې باید له سوله ییزو لارو هوارې شي.
 
له یاده دې نه وي پاتې چې په دې کنفرانس کې د افغان او ازبکستان د ولسمشرانو ترڅنګ د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرۍ په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی دی.