برېتانیا: په اوونۍ کې ۸۴ کسان ځانوژنه کوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری ۷مه) تازه د برېتانوي رسنیو راپور ورکړی، چې هر اوونۍ په انګلستان کې ۸۴ کسان ځانوژنه کوي.
 
ویل شوي، چې په دغه شمیر کې له هرو څلورو درې کسه یې نارینه دي.
 
په راپور کې راغلي، چې تر ډېره له ۴۵ کم عمره کسان ځانوژنې کوي.
 
له همدې امله، هنرمندانوپه یوې لوپوړې ودانۍ پر څوکه د ۸۴ کسانو مجسمې جوړې شوې دي، چې د ځانوژنې په حال کې ښکاري.
 
هنرمندان وايي غواړي په دې توګه دغه پديده له ټولنې لرې کړي او یا لږ تر لږه کموالی پکې راولي.