
روهي (درې نۍ/۷ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ له انګلستان او د نړۍ له نورو هېوادنو څخه غوښتنه کړې ده، چې خپلو هېوادنو څخه روسيې ډېپلماټان وشړي او روسيې سره ډېپلماټيکې اړېکې غوڅې کړي.
نوموړي د نړۍ له يو شمېر مشرانو، د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو او له خپلو متحدينو غوښټنه کړي، چې د روسيې پر وړاندې د امريکا د درېځ ملاتړ وکړي او ورسره يوځای شي.
سپينې ماڼۍ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې امريکا غواړي له روسیې سره کار وکړي او ښې اړيکې ورسره ولري، خو د روسيې ځينې کړنې د امريکا متحدو ايالتو ته د زغم او تحمل وړ نه دي.
تېره ورځ ولسمشر ټرمپ له امريکا څخه ۶۰ روسي ډېپلماټان وشړل، د واشنګټن او مسکو سياسي اړيکې له هغه وروسته سره بې خونده شوې، چې امريکا؛ روسيه يو پخواني جاسوس ته په زهرو ورکولو او وژلو تورنه کړه.