په يو بل باندې د مسلمانانو حقوق

 ټول مسلمانان له يو بل سره ايماني اړيكې او روابط لري او د همدغو اړيكو په سبب سره وروڼه دي .
خداى پاك په قرا ن شريف كښې فرمايي :
إنما المومنون اخوة . ( الحجرات )
ايمان لرونكي په خپلو كښې سره ورڼه دي.
رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمائي :
ټول مسلمانان سره يوځاى د يو جسم حيثيت لري ، كه يوه سترګه په درد شي نو ټول بدن يې ددرد احساس كوي او كه په سر يې درد شي نو ټول جسم دغه درد محسوسوي .
د اسلام په مبين دين كښې يو مسلمان د بل مسلمان ورور دى . د همدغې ورورۍ په اساس يو مسلمان حق نه لري چې په بل مسلمان ظلم زياتى وكړي . د همدغې ورورئ په اساس يو مسلمان ته ښايې چې د بل مسلمان مرسته او مدد وكړي ، د همدغې ورورئ په اساس يو مسلمان ته نه ښائي چې د بل مسلمان سپګاوی وكړي . يو مسلمان نه شي كولاى چې په نا حقه بل مسلمان وينې توى كړي ، يو مسلمان نه شي كولاى او دا حق نه لري چې د بل مسلمان په مال خيټه واچوي ، يو مسلمان ته خداى دا حق نه دى وركړی چې د بل مسلمان په عزت او آبرو تيری وكړي . يو مسلمان ته دا حق هم نه دى وركړ شوى چې د بل مسلمان حق تر پښو لاندې كړي.
په اسلام كښې په دې خبره ډير تأكيد شوى دى چې يو مسلمان دبل مسلمان ورور پوښتنه وكړي او د روغتيا او ناروغتيا احوال يې واخلي .
يو مسلمان په بل مسلمان ډير حقوق لري چې يو څو يې دا دي .
كله چې يو مسلمان سلام واچوي نو بل مسلمان ته ښايي چې د سلام جواب په دې شان وركړي .
السلام علكيم
و عليكم السلام و رحمة الله و بركاته.
كه يو مسلمان بل مسلمان ته ملمستيا وكړي نو دا ملمستيا بايد په ورين تندي ومنل شي .
ډير داسې دولت مند او پيسه دار مسلمانان پيدا كيږي چې كه كوم غريب مسلمان ورته دعوت يعنې ملمستيا وكړي نو دا ملمستيا د كبر او غرور په سبب نه قبلوي ، دا ډيره ګناه ده ، له دې سره د غريب زړه ماتيږي او مايوسه كيږي . دا كار په اسلام كښې روا نه دى او ښايي چې ډډه ترينه وشي. له بلې خوا په عملي ژوند كښې ډير دولت مندان او سرمايه داران ليدل كيږي چې غريبانو ته ملمستياوې نه كوي بلكې د خپلې سويې او له خپلې سويې لوړو خلكو او مقاماتو ته دعوتونه جوړوي او غريبان ورته په نظر كښې ډير ټيټ او سپګ ښكاري . داكار د اسلام د مبين دين له اصولو او قوانينو څخه خلاف كار دى او څوك چې داسې كار كوي هغه به خپله سزا ويني .
بل كوم حق چې يو مسلمان يې په بل مسلمان لري هغه د ناروغ پوښتنه ده . كه يو مسلمان ناروغ شي نو بل مسلمان ته ښائي چې پوښتنې ته يې لاړ شي.
نن سبا ډير داسې پيسه دار مسلمانان شته چې د غريب مسلمان د ناروغۍ پوښتنه نه كوي او نه ورسره مرسته كوي ، نه يې د علاج د پاره يو څو روپۍ له جيبه راوباسي .
بل كوم حق چې يو مسلمان يې بايد ادا كړي هغه د بل مسلمان په جنازه كښې ګډون كول دي. په اوسني وخت كښې داسې ډير خلك شته چې معنويت او اسلام ته توجه نه كوي . كه يو لوى سياسي بدنامه شخصيت ، يا كوم حرام خور دولت مند ، يا كوم زورمند يا كوم جنګسالار مړ شي نو ډير خلك يې جنازې ته ورځي ، په فاتحه كښې يې ګډون كوي خو كه يو شريف ، بې مقامه غريب سړى مړ شي نو جنازې ته يې ډير خلك نه ورځي او نه يې په فاتحه كښې ډير خلك برخه اخلي . دا كار هم د اسلام د مبين دين له اصولو خلاف كار دى او ښايي چې هر مسلمان د بل مسلمان په جنازه او فاتحه كښې كه متوفي غريب او بې وزلى هم وي ، برخه واخلي او خپل اسلامي رسالت په ځاى كړي.
د(إنما المومنون اخوة .) په آيت كښې ډير ستر مفهوم نغښتی دى. خداى پاك وايي چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي ، كه هغه فارسي ژبى دى ، كه هغه پښتو ژبى دى ، كه هغه ازبك دى ، كه بلوچ دى او بلوچي ژبه وايي .
د اسلام د مبين دين له نظر ه دوي ټول مسلمانان دي او په دوي كښې كوم فرق نشته. له بده مرغه دا د ژبې تعصبات چې چا زمونږ په هيواد كښې د هيوادوالو تر منځ پيدا كړي دي دا په حقيقت كښې په هيواد كښې دا كار د ټولو بدبختيو او درپه دريو سبب شوى دى . دا كار چې چا كړی دى او څوك يې كوي ، هغوي د اسلام د مبين دين په اصلي مفهوم نه پوهييږي . هغوي ددې كار په كولو ځانونه د ګناهونو كوهي ته اچوي.
ددې د پاره چې يو مسلمان د بل مسلمان حق په ځاى كړی وي نو دا لاندې خبرې ورته ضرو دي چې په پام كښې يې ونيسي .
* د يو مسلمان حق پيژندل.
* د مسلمان په غم او ښادئ كښې شريكيدل.
* مسلمان ته آزار نه رسول.
* په مسلمان باندې ظلم او زياتى نه كول .
* په مسلمان رحم اوترحم كول.
* له مسلمان سره ښه چلند كول.
* د مسلمان له مشكلاتو او ستونزو ځان خبرول.
* د مسلمان په مقابل كښې له ژبني ، قومي ، نژادي تعصباتو څخه كار نه اخستل.
* د مسلمان ورور د ملمستيا قبولول .
* د مسلمان ورور له نا روغتيا څخه ځان خبرول.
* مسلمان ته د مسلمان په حيث احترام كول.
* د مسلمان ورور حق نه خوړل.
* په أدب سره د مسلمان د سلام جواب وركول
* د مسلمان په جنازه كښې ځان شريكول.
* د مسلمان عزت او آبرو ساتل .
* په غريب مسلمان ځان غټ نه ګڼل .
* مسلمان ته د مسلمان په نظر كتل.
* مسلمان ته سلام اچول .
* د مسلمان په مقابل كښې له نرمښت او تواضع څخه كار اخستل.
* د مسلمان سلام ته جواب وركول.
* كافر ته په مسلمان ورور ترجيع نه وركول.
* مسلمان ورور ته د ژوند په چارو كښې له اخلاص سره مشورې وركول.
* مسلمان ته د ښو چارو په سرته رسولو كښې لارښوونې كول.
* مسلمان ورور ته په زړه كښې پاك نيت لرل.
* مسلمان ورور ته هيڅ ډول تاوان نه رسول.
او داسې نورې ډيرې مفيدې خبرې دي چې په عملي كولو سره يې مسلمان ته ګټه رسيږي او دخداى پاك له خوا ورته اجر او ثواب وركول كيږي .
ما علينا إلا البلاغ
الحاج فضل الله رشتين