حاضر ځوابي يوځانګړی ادبي فن (۷۰کښت)

پوهنمل محمود نظری
ابوعلي دقاق\" د خراسان والی یوورځ \"اميرابوعلي الياس\" چې یو مخور پوه وو مخي ته په دواړو زنګونو کیناست او هغه ته يې ویل :ماته نصیحت وکړه !
اميرابوعلي الياس ویل: ستا څخه یو څه پوښتم؟
ابوعلي دقاق ویل: وپوښته!
امیر: تا زر خوښ دي که ګناه؟
ابوعلي دقاق ځواب ورکړ :زر
امیرویل : ولې زر دلته پریږدې او ګناه له ځانه سره وړې!
دابوعلي دقاق اوښکی توی شوی ویل يي ښه نصیحت دی راته وکړ. ددواړو دنیا ګټه لري زه دی د غفلت له خوبه وېښ کړم.
***
یزید بن مهلب له خپل زوی سره دعمربن عبدالعزیز له زندانه وتښتید په لاره کې یې یوه کیږدۍ ولیده د هغې خواته ته ورغله.
یوې سپین سرې بوډۍهغو ته یو وږګړۍ حلال کړ .
یزید له ډوډ‌ۍ خوړلو وروسته له خپل زوی څخه وپوښتل :
څومره خرڅ له ځانه سره لري؟
هغه ځواب ورکړ: سل دیناره!
یزیدوویل: ټوله هغې ته ورکړه!
زوی يي ویل: دا زړه بوډۍ په لږو خوشاله کیږي؛ تا هم نه پيژني.
یزید یې په ځواب کې وویل: که هغه به لږو راضي کیږي خوزه نه راضي کیږم که هغه ما نه پيژني زه ځان پيژنم.
***
دمحمود غزنوي په دور کې یوې ښځې د یو کاروان سره سفر کاوه کاروان د «دیرکچین» په رباط کې سا واچوله د شپې غلو د ښځې مالونه غلا کړل. هغې ځان دمحمود غزنوي دربار ته ورسوه او پاچا ته يي غاو وکړ چې دهغې د مالونو تاوان وکړي.
محمودغزنوی په غوسه له هغې وپوښتل: دیرکچین چیری دی؟
هغې بې پروا ورته ویل : اې محمود! دومروه ځایونه ونیسه چې هغه ساتی شي!
محمود خړ شواو د هغې د مال تاوان يي ورکړ
***
نادرشاه افشار په یو سفر کې د غشو تر برید لاندې راغی د هغه یو کومندان دهغه مخی ته ودرید.
د راتګ په وخت کې نادرشا افشار هغه راوغوښت.
کومندان د انعام په خیال هغه ته راغی.
هغه وپوښتل:
ولي زما مخي ته ودریدې؟
هغه ځواب ورکړ : صیب! سر مې ستا قربان ، ماغوښتل تاسو له خطره وژغورم
نادر شاه په غوسه هغه ته ویل : زه په خیال ډارن درغلم .
اود هغه د وژولو امر یې وکړ.
***
میړه د خپلی ښځي د ځورولو لپاره هغې ته ویل:
دخان صاحب ښځه څومره ښکلی ده دا څو ورځي کیږی هر شپه په خوب کې راځي.
میرمی یې ورته وویل: خود نو خوارکی یوازې ده !
میړه يي په اریانی وپوښتل :ته څه خبره يي ؟
هغې ځواب ورکړ :میړه يي ماته هر شپه په خوب کې راځي.
***
پاچا د دربار ټوکي ته یو خر ورکړ؛ هغه په خره سپور او رهي شو.
پاچا ترې وپوښتل: چیري ځې؟
هغه ځواب ورکړ:؛ د جمعی لمانځه ته ځم!
پاچا په اریانی وپوښتل :
نن خو دوشنبې ده.
ټوکي ځواب ورکړ: ایله دا خر مې تر جمعي ورسوي.
***
یو پاچا د څو تنو وزیرانو سره ښکار ته وتلی و و. پر شپه شوه؛ هلته نژد ې دیو بزګر کور وو.
پاچا ویل: شپه به هلته تیره کړو؛ مګروزیرانو ویل: دلته خیمه دروو
بزګر خبر شو پاچا ته راغی او پاچا ته یې ویل: د پاچا لوړ قدر کم نشو ولیکن ودی نه غوښتل د بزګر قدر لوړ شي.
پاچا د هغه خبره خوښه شوه د هغه کره ولاړ. سهار پاچا ډیر شته هغه ته ورکړه .
هغه سهار د پاچا له آس سره ځغاستل او ویل:
کم ز قدر و شوكت سلطان نگشت چيزى
از التفات به مهمانسراى دهقانی
کلاه گوشه دهقان به آفتاب رسید
که سایه بر سرش انداخت چون تو سلطانی
لږ نشو د پاچا شان او پرتم
د بزګر میلمستون ته په اېښولود قدم
د بزګر دخولي ګوټ تر اسمانه ورسید
چی سیوری ستا غوندی پاچا پر لوید
***