
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري۶مه) د ازبکستان په پلازمینه تاشکند ښار د افغانستان د سولې لپاره نړۍوال کنفرانس نن پیلږي.
ویل شوي، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان او ملګرو ملتونو په شمول، امریکا، روسیه، چین، اورپايي ټولنه، پاکستان، سعودي، ایران او متحده عرب اماراتو استازي ګډون کوي.
د سولې عالي شورا مطبوعاتي مسؤول ویلي، په دغه غونډه کې به په کابل پروسه کې د ولسمشر له لوري طالبانو ته وړاندیز شوې طرحې څخه ملاتړ وشي او پر سولې به یو ځل بیا ټینګار وشي.
ټاکل شوې چې د تاشکند غونډې پایله به د سې شنبې په ورځ په یوې ګډې اعلامیه کې خپره شي.