د لويديځې اروپا په يو شمېر هېوادونو کې نارنجي رنګه واوره اورېدلې ده

روهي (دوه نۍ/۶ د وري)، د راپورونو په اساس تېره ورځ د لويديځې اروپا په يو شمېر هېوادونو لکه، روسيه، بلغاريا او رومانيا کې د عادي سپن رنګه واورې پر ځای نارنجي رنګه واوره اورېدلې ده.

د نارنجي رنګه واورې لامل د شمالي افريقا په دښتو کې هغه شګې او خاورې ښودل شوي دي، چې د بادونو او توپانونو په وسيله اټموسفير ته پورته شوي او بيا له سپن رنګې واورې سره ګډې شوې دي.

ناسا هم انځورونه خپره کړي دي، چې د شمالي افريقا او مديتراني له سيمو څخه په ډېر شمېر سره ګردونه او شګې هوا ته پورته شوي، له واورې سره يو ځای شوي او بيا د نړۍ په نورو برخو کې د نارنجي ډوله واورې په ډول ځمکې ته ښکته شوي دي.

د افريقايي دښتو د سور او نارنجي رنګه ريګونو له امله تېر کال هم، په انګلستان کې د يو محدود وخت لپاره د لمر او اسمان رنګ سور شوی وو.