
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري۶مه) د راپورونو له مخې، د روسیې د کروموف ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اور لګېدنې له امله زیات تاوانونه هټۍوالو ته اوښتې دي.
د هغه ځای د حوداثو ادارې په وینا د زیمنایا ویشنیا په نامه سوداګریز او تفریحي مرکز کې د اور لګیدنې له امله ۳۷ کسان وژل شوي او ۴۳ تنه ټپیان دي.
د یو بل خبر له مخې، په دغه پېښه کې تر اوسه پورې ۶۹ تنه ورک دي چې ۴۰ تنه یې ماشومان و.
د اناتولیا خبري اژانس بیا وايي، د اور لګیدنې عامل نه دی معلوم خو یاد مرکز په بشپړه توګه سوځیدلی.