تانسل هغه infection دی چې په کال کې میلینونه خلکه پرې اخته کیږي.
د تانسل ناروغۍ روښانه او عمده نښې:
- د ستوني درد او تکلیف د غذا د تیریدو په وخت کې
- د تانسلونو پړسېدل او سره کیدل له وړو pus-filled داغونوسره
- لوړه تبه
- سردردې
- په سختۍ سره غذا له ستوني تیرول
- په غوږونو او غاړه کې درد
- د ستړتیا حس
- په خوب کې نا ارامتیا
- ټوخی
- غیر نرمال ساړه کیدل
- دLymph glands پړسیدل
غیر عمده نښې يه
- ستړتیا
- د نس درد او کانګې کول
- زړه بدیدنه
- پت لورنکی ژبه (یعنی ژبه یو ډول پت ونېسې)
- په غږ کې بدلون
- ناوړه تنفس
- په سختۍ خوله خلاصول
د تانسلو ناروغي ځورونکې ده، کله کله يي ایستل یا لري کول هم سخت شی خو په ټوله کې ډیره خطرناکه او له کنتروله وتلي ناروغي نده.
ډاکټر ته مراجعه:
کله کله تانسل دومره وپړسېږي چې حتی نفس اخستل هم له مشکل سره مخ کړي نو په دی صورت کې طبی توجوته حتمی ضرورت دی.
خو که د تانسلو ناروغ دا نښې په ځان کې وګوري حتمي او سل په سله کې باید ډاکټر ته لاړشي:
- له 103 فارنهایټ څخه لوړه تبه
- د غاړي شخوالی
- د عضلاتو سوستوالی
- د ستونې درد چې تر دوو ورځو پوري په دوامدار ډول وي.