
همایون همایون د ولسي جرګه لومړی معاون او په ولسي جرګه کې دخوست ولایت استازي ده.
همایون همایون دوهم ځل ده چې لومړی معاونیت چوکۍ ګټي مخکې له معاونیت همایون نورو خلکو څه بلکي خوستوالو هم نه پیژندلو سره ددي چې همایون ۵ پنځه کاله په ولسي جرګه کې دفاعي کمیټي غړی وو.
همایون مخکې له دې چې لومړی معاون شې په دفاع کمیسیون کې یې سیاله شکریه بارکزي وه چې څو ځلي یې ریسات تري وګټلو،وروسته بیا همایون دفاعي کمیسیون ریس شوو.
په وزارت دفاع کې ترټولو لوی قرارداد د ملي سرتیرو د البسو دی. دا قرارداد معمولاً هغه وکیل اخستلو، چې په ولسي جرګه کې به د دفاعي کمیټې مشر و.
دا قرار داد به کله همایون اخستلو کله شکریه بارکزي دواړه دیوبل سیال وو همایون همایون دومره ملي
ندی، چې دملي احساس له مخي یې په انتخاباتو کې د ولسمشر غني ملاتړ وکړ، بلکې د خپلو ګټو لپاره یې دا ملاتړ وکړو.
کله چې اشرف غني انتخابات وګټل همایون او ورسره نیږدي ملګري یې ټوله ورځ ارګ کې دولسمشر تر څنګ وو.
خو دا چې ولسمشر دلچسپي اصلاحات وه، ولسمشر اول د دفاع وزارت لپاره د تدارکاتو کمیسیون جوړ کړ، کله چې د همایون او ملګرو یې وزارت دفاع او نورو وزارتونو کې ګټې چلنج شوې نو غږ یې اوچت او حوصله یې ختمه شوه.
لومړی معاونیت چوکۍ ته د همایون دبريا لپاره ډيرې پیسې د ولسي جرګه د یو تعداد شرکت لرونکو وکیلانو مصرف کړي.
همایون همایون دلومړي معاونیت دګټلو سره سم لومړی چلنج دفاع کورنیو او امنیت ملي ریس وو چې هغوي یې استیضاح ته راکش کړل دلته خو بیا هم دوي خپل جوړ شوي پلان کې ناکام شول وکیلان د وزیرانو سره دشخصي تعاملاتو په ترڅ کې په ګروپو وویشل شول که مخالف وزیر یې ناکام کولو دخپلي خوښي وزیر یې نشو بچ کولاي او بالاخره وزیران داستیضاح کامیاب ووتل.
ددولت او ولسي جرګي ټکرونه ورځ په ورځ زیاتیږی ولس په ځای پاتې دی، ولس به قرباني ورکوي ځکه دولسمشر ټوله دکار انرژي په ولسي جرګه مصرفیږی ولس که ویښ نشې صرف ننداره کوي بیا دی قرباني ورکوي ځکه دلته د زورواکانو او حاکمانو بزکشي روانه ده.
همایون همایون او ورسره ګروپ یې څو ورځي مخکې دخوستوالو پکتیاوالو یو غونډه ته په خپلو ویناو کې دملي سیاست خبري وکړی پر ولس یې ځانونه عاشقیان وبالل دلته سوال پیدا شې چې تاسو ملي ګټي یوازي د دولت سره تکر بولي؟
تاسو خو افغانیت اسلامیت په ورځ ظاهر قدیر، حضرت عالي مولای شهزاده په مخالفت کې کارتونه پورته کړل
ایوبي ته خو هغه ورځ کور کې ناست وي همایون صاحب ستا رایه خو معلومه نشوه چې کوم طرف ده استعمال کړه دخوست او لویه پکتیا لپاره اتم کال بودیجه ستاسو په وکالت کې تصویب شوله ایا تاسو کله دا ملي موضوع باندې بحث کړی؟
پوهیږم ستاسو کار مقرری نده ستاسو کار امتحان کې د چا کامیابول ندی خو د قانون تصویب، بودیجه تصویب خو ستاسو د صلاحیت څخه دي.
ستاسو په وکالت کې د خوست لپاره ۹۳ کال شرمونکې بودیجه تصویب شوه خوستیو ځوانانو یې تر یو میاشت زیاته مبارزه وکړه ایا تاسو هغه وخت په خوب ویده نه وي ایا تاسو د لویه پکتیا لپاره کله په ملي مسایلو بحث کړی؟
بیا ملي سیاست په څه معنا نو بناً ولسونو د دوی کارونو ته د ملي ګټو له زاویې مه ګورئ.