تــا بـــه چې ویشـته کاڼی
یــو یــو مې لــیـــکه کاڼی
کــــور ته به مې هره ورځ
تـــا راغــــــــورزاوه کاڼی
تا ناترسه سخت کــــړمه
تـــه کـــــاڼی او زه کاڼی
دلـتـه یـو نـیــم زړه لري
دلـتـه هــر یـو زړه کاڼی
مات مې شي شیشه زړګی
وړي چې مې له غره کاڼی
بــیـه یې د خــــــاورو شوه
غــلا یې کــړو له غله کاڼی
ولې ړونـــد او کوڼ شولې؟
ولې شــوې په څـــه کاڼی؟
یــــاد دې شي په سربه مې
مـا چې مـــاتــــــوه کاڼی
سـتـرګــو کې یې ســـاتمه
وي چــې د رانــجـــه کاڼی
ټوله شپه وي ســــــر لاندې
مــــا ســـــره ویــــده کاڼی
دی لــکــه اوبـــــــه “جواد”
غــــرق به کــړي اوبه کاڼی
وروستي