ۤپه جرمني کې د کاتالونیا پخواني مشر کارلس پوجدمون نیول شوی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري۵مه) د جرمني هېواد پولیسو د کاتالونیا د پخواني مشر کارلس پوجدمون نیولی دی.
 
د هغه وکیل په خپل ټویټر کې لیکلي، چې پوجدمون له ډنمارکه بلجیم ته په لاره و چې د جرمني پولیسو نیولی دی.
 
د راپورونو له مخې، پوجدمون وروسته له هغې له هسپانیې بلجیم ته وتښتېد چې د کاتالونيا سیمه ییز حکومت یې د تېرکال په اکتوبر کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښته یا ریفرانډم ترسره کړ چې په نتیجه کې یې په یو اړخیز ډول له هسپانیې د کاتالونيا د جلا کېدو اعلان وکړ.
 
له هغه مهال راهیسې د هسپانیا حکومت د هغه د نیولو لپاره یو نړیوال حکم صادر کړی دی.