روسیه: امریکا دې د کابل-مسکو اړیکې نه خرابوي

(روهي - ۱۳۹۷لمریز، وري۵مه) روسیې د امریکا په وروستیو څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی.
 
په کابل کې د روسیې سفارت ویلي، چې مسکو له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکې نه لري.
 
ویل شوي، چې لوړپوړي امریکايي چارواکي د طالبانو او مسکو ترمنځ د اړیکو په اړه بې ثبوته خبرې کوي.
 
دغه سفارت له امریکايي چارواکو غوښتي چې له ثبوت او اسنادو پرته دې د افغانانو اذهان نه مخشوشوي او د روسیې او کابل ترمنځ اړیکې دې نه خرابوي.