
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري ۵مه ) ملګري ملتونه وايی، چې جنګي خواوي دي د ملکي افغانانو له وژلو لاس په سر شي.
د ملګرو ملتونو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې دوه ورځې مخکې په هلمند او تیره شپه بیا په کابل کې بریدونه وشو.
یوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي په افغانستان کې دې ټولې ښکېلې خواوې ژر تر ژره تاوتریخوالی بند کړي.
ویل شوي، چې ملګري ملتونه په پوره همغږۍ سره د افغان حکومت د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
ملګري ملتونه غواړي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.