څلوريزه

د غلیم په ملک کې پروت یې، د وطن نارې وهې
ته به څـــــــو لـــکه بلبله، د چمــــن نارې، وهې
په اخير به خــوار ذلیله، ګرفتــــارشی، د غلیم
ته چــې دې وطن کـــې هر دم، دختن نـارې وهې

سمسور به دا وطن شي، په زیار او په زحمت
آباد به دا وطـــــن شي، په کــــــار او په همت
په مټو د ځـــــــوانانو، په تدبیر د عــالمـــــانو
جوړیږي، له ډاګــــونو، ویرانو څــخه جنت

په دې وطن کې غمــخواران نشته دی
د باغ و بڼ یي، ما لیاران، نشته دی
وران شـــو وطن، د جــهالت په لمبو
د جوړیدو یې، معمـــــاران نشته دی

کـله کــله شمېر د مړو کـــــــې زه حســـاب یم
هر یو سوال ته، په خــــــلقت کـــې لا ځواب یم
یو ګړې چې بیخودۍ کــې، ځــــــان ځیر شــم
هغــه وخت دی چې، معنی کې لوی دریاب یم