
روهي (يوه نۍ/۵ د وري)، د تېرې جمعې په ورځ له هسپانيې سره پر پوله د سويلي فرانسې په يو ښار کې وسله وال بريدګر په درېيو بېلا بېلو پېښو څلور کسان د ټوپک په ډزو وژلي او ۱۶ نور يې ټپيان کړي دي.
لومړۍ پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې وسله وال کس د يو بل ملکي وګړي موټر غلا کولو او د موټر څښتن يې په ډزو ووژلو او په سيمه کې يې يو پوليس يې ټپي کړ.
په دويمه پېښه کې بريدګر يو سوپر مارکېټ ته دننه شو، دوه کسان يې ووژل او په زيات شمېر نور يرغمل ونېول. په همدې مارکېټ کې بريدګر هم د پوليسو له خوا په ډزو ووېشتل شو او ووژل شو.
په لومړۍ پېښه کې ټپي شوی پوليس له ژورو ټپونو وروسته مړ شوی دی. د امريکا د متحدو ايالتو د ولسمشر ټرمپ په شمول، د نړۍ ډېری مشرانو د يادې پېښې په اړه د فرانسې له حکومت او ولس سره خپلې همدردۍ شرېکې کړې دي.
داعش وسله والې ډلې ويلي، چې ياد بريدګر د دوی د شبکې کس وو او د دوی په لارښوونه يې ياد بريدونه تر سره کړي دي، خو داسې شواهد نه دي وړاندې شوي، چې ياد کس دې په رېښتا سره هم په داعش پورې تړاو ولري.