
طالبانو ته د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت له بې ساري وړاندیز را وروسته، په خونړیو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه خلکو وژلو زور اخیستی. ورستۍ بېلګه يې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د پسرلنۍ مېلې پر مهال د یوې ترهګریزې پېښې پرمهال د لسګونو بې ګناه خلکو قرباني کېدل دي. که څه هم د افغانستان په جګړه کې د دا ډول بریدونو ترسره کېدل څه نوې خبره نوې نه ده، خو په اوسنیو شرایطو کې چې افغان حکومت د سولې خبرې په به بې ساري توګه جدي نیولې او په دې برخه کې ځينې پرمختګونه هم ترسترګو کیږي، د پوښتنې وړ موضوع ده. دا ډول بریدونه له وړاندې سنجول شوي او د یوې خاصې موخې لپاره، د یوې خاصې کړۍ لخوا ترسره کیږي چې د سولې لپاره د افغان حکومت روانې هڅې له خنډ سره مخامخ کړي او سولې ته د حکومت اراده بدله کړي.
تېر کال د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې افغان حکومت طالبانو ته د سولې لپاره داسې یوه طرحه وړاندې کړه چې هغوی يي ظاهرا سولې ته مایل کړل. په دې مانا چې طالبان اوس هم په خپل منځ کې ښایي په دې سلا مشورې وکړي چې څنګه او د کوم میکانیزم له مخې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي او په افغانستان کې دغې روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي. په دې هم سترګې نشي پټېدای چې طالبان د پاکستاني استخباراتو له مخامخ ملاتړ څخه برخمن دي او د اقدماتو لپاره يي تصامیم د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې نیول کیږي. پر طالبانو د پاکستان دغه اغېز ، او د سولې لپاره د افغان حکومت وړاندیز ته په کتو، ښايي د دوی ترمینځ د خبرو او اختلافونو یو نوی فصل پرانیستل شوی وي.
پاکستان اوس هڅه کوي چې په دې حساسو شرایطو کې یو ځل بیا، پر وسله والو ډلو له خپل اغېز څخه ګټه پورته کړي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې دغه روان بهیر ټکنی کړي او د سولې احتمالي مذاکرات یو ځل بیا له بحران سره مخامخ کړي. پاکستان له تېرو شاوخوا یوې لسییزې راهیسې د سولې خبرې په ډېر مهارت له ماتې سره مخامخ کړې، ځینو طلب مشرانو چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره هڅې کړې په بېلابېلو پلمو د پاکستاني پوځیانو لخوا وژل شوي او یا زندان ته لېږدول شوي.
ظاهراً داسې لیدل کیږي چې افغان حکومت هم داځل د پاکستان د دې ډول لاسوهنو او هڅو د مخینوي لپاره پوره تدابیر لري او د یوې نړیوالې او سیمه ییزې اجماع له لارې هڅه کوي چې پاکستان اړ کړي؛ دا چې نه یوازې د سولې خبرې له خنډ سره مخامخ نه کړي بلکې د سولې خبرو او مذاکراتو د پیل لپاره تسهیلات رامنځ ته کړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر چې په حکومت کې تر ټولو مهمه او اغیزناکه څېره بلل کیږي پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره د نړیوالې اجماع د رامنځ کولو په خاطر سعودي عربستان، آلمان او د امریکا متحدو ایالتونو ته کاري سفرونه ترلاسه کړل. د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر د امریکا د سولې په انستیوت کې په زغرده وویل؛ د طالبانو په منځ کې داسې عناصر شته چې سوله نه غواړي، دا حالت زموږ د هلوځلو مخه نه شي نیولی، موږ د سولې ستراتیژۍ ته دوام ورکوو او په عین حال کې له ترورېزم سره د مقابلې لپاره خپل امکانات او وړتیاوې زیاتوو.
د سولې لپاره د افغانستان حکومت دغو مدبرانه هڅو هیلې را ټکولې چې پر پاکستان به د نړیوالو فشارونو د ډېرېدو په پایله کې اسلام آباد بلاخره اړ کړي چې په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړي سیاست څخه لاس واخلي او سیمې له باثبات کېدو سره مرسته او همکاري وکړي.