
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري ۴مه) د مصر په سکندریه سیمه کې موټر بم برید خبر ورکړل شوی دی.
د سکای نیوز لیکلي، چې چاودنه په یوه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله را منځته شوې ده.
د سرچینې په حواله، په دې برید کې پنځه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کېږي، چې د برید موخه د یادې سیمې د امنیت امر وو چې هغه او مرستیال یې تر چاودنې څو شیبې وړاندې سیمه پرې ایښې وه.