حکمتیار: یو شمېر شرخوښې او جنګ غوښتونکې کړۍ لا هم د جنګ پر دوام ټینګار کوي

د حزب اسلامي افغانستان امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار نن شبنې سهار د لسګونو کورنیو او نړیوالو رسنیو په مخ کې راڅرګند شو او د هېواد په یو شمېر تازه جریاناتو یې د حزب اسلامي افغانستان نظر څرګند کړ.

ښاغلي حکمتیار ددې کنفرانس په پیل کې په هېواد کې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو او د سولې د روان بهیر په اړه د حزب اسلامي نظر روښانه کړ او په دې اړه یې حکومت ته د خپلو ورکړو طرحو په تړاو له رسنیو سره معلومات شریک کړل او په پای کې یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د حزب اسلامي امیر وویل: انتخابات د هېواد د روان ناورین د حل یوازینۍ لاره ده، ټول اړخونه او ډلې باید توافق او ژمنه وکړي چې قدرت ته د رسېدو یوازینۍ لاره سراسري، رڼې او عادلانه ټاکنې دي او په دې برخه کې باید خپلو سالمو او رغنده سیاسي سیالیو ته دننه شي. هر په شرایطو برابر افغان ته باید دا حق ورکړل شي چې یا په ازاده توګه او یا د کوم سیاسي ګوند له لارې خپل ځان نوماند کړي. دولت باید دا ټاکنې پر خپل وخت او په شفاف او عادلانه ډول ترسره کړي. د لګښت د کمېدو په موخه یې حزب اسلامي افغانستان یوه جامع او عملي طرحه دولت ته سپارلې څو دولت وکولی شي چې د خپلو داخلي مالي منابعو پر مټ دا ټاکنې ترسره کړي او په دې ډول په کې شفافیت او عدالت تأمین شي. په دې ټاکنو کې باید دولت دا زمینه برابره کړي چې هېڅ افغان د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې نه شي او ټولو مهاجرینو او د ناامنه سیمو وګړو په کې د برخه اخیستو زمینه برابره شي.

حزب اسلامي هوډ لري چې د ولس رښتیني، صالح، اهل او زړه سواندي نوماندان حمایه کړي، ولس ته دا هم وایو چې که مو په پورته شرایطو برابر حزبي نوماند پیدا نه کړ؛ د نورو ګوندونو یا ازادو صالحو، اسلام او افغانستان ته ژمنو نوماندانو ملاتړ وکړئ.

د حزب اسلامي امیر په هېواد کې د هر اړخیزې سولې په تړاو وویل: موږ له طالبانو سره د سولې لپاره یوه جامع او د هېواد د ټولنیزو، دیني او کلتوري ارزښتونو په پام کې نیولو سره یوه عملي طرحه هم دولت، هم طالبانو او هم د امریکا متحده ایالاتو ته سپارلې ده. په دې طرحه کې مو د سولې د عملي کړنلارې او تجربې لپاره یوه غیر جنګي سیمه ټاکل غوښتي دي چې په هغه کې به د ښکېلو لورو په توافق سره سولې ته ژمن امنیتي ځواک امنیت نیسي، اداره به یې هم په توافق سره جوړېږي او د طالبانو کورنۍ به دلته مېشت کېږي، د دوی کورنۍ به په بشپړ ډول مصئونې وي، طالبانو ته به په کابل کې د سولې د عملي مذاکراتو لپاره دفتر پرانیستل کېږي او دوی ته به لازمې اسانتیاوې برابرېږي. د دې طرحې په تړاو زموږ سره ولسمشر موافقه کړې، امریکا یې هم په اړه غور کوي او تېره شپه د امریکا او سعودي چارواکو په دې تړاو خبرې سره کړې دي او طالبانو ته مو هم سپارلې ده. هیله من یو چې دری واړه اړخونه د رښتینې سولې راوستو لپاره په عمل کې خپله ژمنتیا ثابته کړي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، یو شمېر شرخوښې او جنګ غوښتونکې کړۍ لا هم د جنګ پر دوام ټینګار کوي، لا هم غواړي چې د افغانانو میندې بورې شي، خویندې بې وروره شي او جګړه چې اصلأ د دوی ناولې ګټې په کې خوندي دي او دوی ترې حرامې افسانوي سرمایې او قصرونه ترلاسه کړي دي دوام وکړي او د سولې هېڅ راز تجربه کامیابه نه شي. دغو شریرو کړیو زموږ دا طرحه چې اصلأ یې یو شریف انسان مخالفت نه کوي د هېواد د تجزیې طرحه وبلله او په وړاندې یې منفي تبلیغات وکړل چې ګواکي حکمتیار طالبانو ته د پلانۍ سیمې دومره ولایتونه ورکوي چې اصلأ له واقعیت څخه لرې خبره ده.