څلور ورځې وروسته شمالي او سويلي کوريا د روغې - جوړې ناسته تر سره کوي

روهي (نۍ/۴ د وري)، د رويټرز د خبر له مخې، د روان ز کال د مارچ په ۲۹ مه نېټه به د شمالي او سويلي کوريا لوړپوړي چارواکي د روغې - جوړې په موخه ناسته تر سره کړي.

سويلي کوريا نن ورځ رسنيو ته ويلي، چې شمالي کوريا هم د دوی ترمنځ د ستونزې د حل په موخه د خبرو - اترو ناستې ته چمتوالی او تياری ښودلی.

ټاکل شوې ده، چې د سويلي او شمالي کوريا د خبرو وروسته به، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون ترمنځ هم يو ناسته د مې مياشتې په وروستيو کې تر سره شي.

د المپيک په ژمنيو سيالو کې د شمالي کوريا له برخې اخېستنې وروسته، د دواړو کورياګانو ترمنځ سياسي اړيکې ښې شوي او شونتيا شته، چې د امريکا او شمالي کوريا ستونزې به هم د سويلي کوريا او جاپان په منځګړېتوب د خبرو له لارې يوې پايلې ته ورسيږي.