ټرمپ د ملي امنيت سلاکار له دندې ګوښه کړ

روهي (جمعه/۳ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د ملي امنيت سلاکار مک مستر له دندې ګوښه او پرځای يې جان بولتون ټاکلی دی.

ولسمشر ټرمپ خپل ټوېټر ليکي، چې د امنيت شورا اوسنی سلاکار مک مستر څخه مننه کوو، چې تر دې دمه يې په ښه ډول سره دنده تر سره کړه او په نېږدې وخت کې به جان بولتون د نوموړی ځای ناستی شي.

ټرمپ ليکي، "زه خوښ يم چې جان بولتون د ملي امنيت شورا د سلاکار په توګه اعلان کوم. له جنرال مک مسټر څخه مننه کوم چې خپله دنده يې په ښه ډول سره تر سره کړي او د تل لپاره به زما ملګری وي."
 
ټاکل شوې ده، جان بولتون به د روان کال د اپريل د مياشتې په نهمه نېټه په رسمي ډول سره خپل نوې دنده پيل کړي. د جان بولتون په اړه ويل کيږي، چې د مک مسټر په پرتله د امريکا په بهرني سياست او په ځانګړي ډول سره د شمالي کوريا او ايران پر وړاندې توند او سخت درېځه سياست لري او د يادو دوو هېوادونو سره د امريکا متحدو ايالتو د ستونزو حل له پوځي لارې لټوي.

د مک مسټر ګوښه کېدنه د امريکا د سنا جرګې د يو شمېر سناتورانو له غبرګون سره مخ شوې او د نوموړي په ګوښه کېدنه يې اندېښنه او خپګان ښودلي دي.

له دې لږ وړاندې ولسمشر ټرمپ د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن هم له دندې ګوښه او پر ځای د سي ای اې مشر د بهرنيو چارو وزير وټاکلو.