د شاتوت بند د جوړولو لومړی پړاو

مخکې له دې څخه چې د شاتوت بند جوړشي یو څو سرټکې د للندر د عامو و ګړو له لوري تاسې ته وړاندې کوم. غواړم د اوبو د بند د موضوع څخه د مخه د للندر د درې په اړه یو څه معلومات خلکوته ورکړم.

د للندر دره ډیره شنه او ښکلی دره ده چې ښایسته اوبه او هوا لري، د چهار آسیاب ولسوالۍ د غرونو په منځ کې پرته ده. دا سیمه د کابل سیند اصلی لاره ده، څرنګه چې ټولو ته معلومه ده چې دغه اوبه چې کله د میدان وردګو د غرونو واورې اوبه شي د للندر تنگي درې ته داخلیږی او بیا د کابل سیند ته لار کوی. د دغه بند تحقیقاتی کارونه په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې د وخت جمهور رئیس حامد کرزی په دوره کې پیل شوي، د یاد بند ساختماني چارې یو ایرانی شرکت ته ورکړل شوي وي. په لومړیو کې دا ویل کیدل چې دا بند به په شاتوت دره کې جوړ شی خو د ډیرو څیړنو دا جوته شوه چې دا بند دې په شاتوت کې نه بلکې د للندر په دره که جوړ شی. لکه څنگه چې خلکوته معلومه ده، دا دره ډیر نفوس او ډیرې کرنیزي ځمکې او ښایسته باغونه لري . د دې بند جوړیدا به په اټکلی توګه د دغو کلو (عمراخان کلی ، چهار قلعه کلی، ښکته گذر، پورته ګذر، لګن خیل ، سید خیل، اسمان قلعه، د کاریز کلی، صاحب زاده کلی، اشترپریده ، خان کلی، چکن کلی، جاجوگر کلی، عبدالرحمان کلی او سیاه چوب کلی) ځمکی د اوبو لاندی او د تل لپاره له مینځه ځي چې دا وګړي ډير غریب او ناداره هم دي . د دغه درې وګړو په خپل مینځي را ټولیدو سره دا سلا، مشوره وکړه چې ، دا خو څرګنده ده چې دا بند د شاتوت په کلي کې نه بلکې د للندر په دره کې جوړیږي ، نو په همدۍ بنسټ دې دا بند د للندر په نوم ونومول شي.

دا بند د کابل جنوب غرب ته په ۱۸ کیلومتری که موقعیت لری ، د میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته ډیره نژدی فاصله لري چې په اټکلي ډول د یاد بند لوړ والی د ایرانی شرکت له لوري ۱۱۳،۵ متره ښودل شوی او د اوبو د ذخیرې ظرفیت يې ۲۵۰ میلیون متر مکعب ښودل شوی دی . مخکې له دې چه دا بند د اوبو او بریښنا وزارت په انکشافی بودجه جوړشی د هندوستان دولت د دغه بند د جوړولو ټول مصرف په خپل غاړه واخیست.

د دغه بند د جوړولو لوی عامل د اوبو کمیدل و ، د یاد بند اوبه په اټکلي توګه د کابل په ښار کې ۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

دولت په پام کې لري چې د دغه درې اوبه مهار او د خلکو لپاره ترې گټه پورته کړي ، اما د دولت لخوا د للندر د درې عامو خلکوته د خپلو ځمکو تثبیت او ارزونې فورمې توزیع شوي دي. اصلی مؤخه یې د دولت پریکړه او اقدامات دي چې تر څو د للندر د درې عام وګړي زیانمند نه شي.

د یاد بند په جوړولو سره به د دغه درې په ټولنیز او چاپيریال ساتنې حالت او هم د وحشی ژوو پر حال او همدارنګه په زرگونه ونې چې عمرونه یې تر ۸۰ کلونو رسیږی، زیانمند شي . او ډیر نایاب مرغان او وحشی حیوانات به نابود او یا هم مهاجرته مخه وکړي.

د للندر خلک کرکیله کوي او د میوه لرونکي حاصلات يې لکه چهارمغز، توت، الوبالو، شاه توت، زردالو، شفتالو، بهی، الو، ناک، مڼه (په ډیره زیاته پیمانه) او داسی نورو څخه عبارت دي. د پورته میوو تر څنګ زراعتی محصولات لکه کچالو ، سره بادنجان، پیاز ، ترکاری ، شلغم ، لوبیا ، نخود ، توربادنجان او داسی نور زراعتی محصولات کرل کیږی چې د خلکو په ژوند کې حیاتي نقش لري.

د شاتوت د بند په جوړولـو سره د دولت له لوري د خلکو عامه شتمنیو ته نه پاملرنه به د دغې درې خلک به ډیر وځپې او اقتصادي حالت به یې خراب کړي.

همداراز د للندر د درې هستوګن په مالدارۍ کې هم مصروف دي چې حیوانات یې په غرونو او خپلو شخصي ځمکو کې څړوي . لکه څنگه چه ټولو ته معلومه ده د دغه درې د خلکو د حالت، چاپیریال ساتنه او ټولنیز حالات بدلون به ټوله سیمه او چهاراسیاب ولسوالی متاثر کړي.

په دغه وروستیو کې که د للندر عامو خلکو راټولیدل او یو سلسله غوښتنی له دولت څخه لرلې چې په لاندي توګه یې را لنډو.

۱- د شاتوت بند نوم باید د للندر بند په نوم بدل شی.

۲- د للندر په نوم دي داسي یو ښارګوټی د یادو خلکو لپاره جوړ شي تر څو ښوونځي ، هدیره ، کلینیک ، وړکتون او بڼ ولري.

۳- د للندر په نوم ښارګوټي ته پوخ سړک وغزول شي.

۴- مخکې له دې چې خلک بې ځایه شی باید د هستوګني ځمکې دې د دولت له لوري ورکړل شي.

۵- د للندر د بند په جوړولو کې دې د للندر د خلکو د بشری ځواک څخه کار واخیستل شی.

۶- هغه ځمکې چې د بند په جوړولو کې له مينځه ولاړی نشي بیرته باید خپلو مالکینوته ورکړل شي.

د للندر خلک دا تعهده کوي چې د ملی ګټو لپاره د خپلو شخصي ګټو څخه تیریږي او نه غواړي چې د دولت د نه پاملرنی په صورت کې نور هم خراب شي او ټوله هغه څه چې لري یا نه، له لاسه یې ورکړي. د بنسټیز پرمختګ اصل، مساوی اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او همدارنګه چاپیریال ساتنه دې په نظر کې ونیول شي، په هغه صورت کې چې پورته اصلونه په نظر کې ونه نیول شي نو هیڅکله به د بنسټیزې پراختیا لور ته حرکت ونکړو.

د افغانستان دولت مکلف دی تر څو د دغو خلکو وضعیت ته د یادې پروژې د عملي کیدو څخه مخکې پاملرنه وکړي. او دولت پرې نږدی چې په مهاجرت سره د دغه خلکو بچي له زده کړو تحصیل څخه وروسته پاتې شي او د کمزوري اقتصادي ټولنه او د نیکونو کلتور له لاسه ورکړي.

دولت مکلف دي تر څو ژر تر ژره د یوې پریکړي په کولو سره خپل ټول مسؤلیت ادا کړي. دافغانستان دولت او وګړي د شاه توت بند د جوړولو ډیر امیدونه لري او هغه په اقتصادي پراختیا که یو ستر ګام بولي .او دا بند به د ځمکې لاندي سطحې په ډکولو کې مهم رول ولوبوي او دا بند خلکو ته د پاکو اوبو په برابرولو کې مهم نقش لري.

د افغانستان دولت دې سر د نن څخه لاس پکار شي او د بنسټیزي پراختیا اصل دې په نظر کی ونیسی.