د فرانسې پخوانی ولسمشر په فساد تورن شو

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري ۲مه) د فرانسې پخوانۍ ولسمشر نیکولاس سارکوزي په دغه هېواد کې په اداري فساد تورن شوی دی.
 
ویل شوي، چې په ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې د سارکوزي د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره، د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي څخه غیر قانوني پیسې اخیستې دي.
 
له نوموړي څخه دوو ورځو راپدیخوا پولیسو تحقیقات کړي دي.
 
پلټونکي قاضیان دا ادعاوې چې د قذافي رژیم په پټه سارکوزي ته د هغه د کمپاین لپاره پنځوس میلیون ایرو ورکړي، څېړي.
 
۶۳ کلن سارکوزی چې د ۲۰۰۷ تر۲۰۱۲ کلونو پورې د فرانسې ولسمشرو، نوموړي په کراتو ویلي چې ده کوم غلط کار نه دی کړی.