
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري ۲مه) په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال سره د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره، د سولې په اړه مفصلې خبرې کړې دي.
ښاغلي زاخېلوال ویلي، چې له عباسي سره یې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو پر اړیکو، شته کړکیچ، عمومی چاپيریال، فرصتونو، د راتلونکو لوړو کچو کتنو او ګڼو نورو دوه اړخیزه موضوعاتو خبرې کړې دي.
ویل شوي، چې د پاکستان لومړي وزیر په کابل کې پرونی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د ښآغلي عباسي په وینا، په افغانستان کې روانه جګړه له نظامي لارو نه بلکې د سولې او مذاکراتو له لارې د حل وړ ده.